له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه!
هرات:
د هرات ولایت د پوهنې رئیس او د دې ادارې د اسلامي زده کړو آمر مولوي عبدالله امیني د یاد ولایت له مرکزي مدرسې ج/هادي څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د يادې مدرسې رئیس شیخ مولوي محمد ولي حقاني ته یې د زده کوونکو د ښوونيزو پروګرامونو د ښه والي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
ميدان وردګ :
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ادارو له رئیسانو او مدېرانو سره ناسته وکړه او په دیني مدرسو کې یې د بستونو وېش، د درسي فعالیتونو د څارنې او په ښوونځيو کې د اصلاحي کمېټو جوړول او په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
تخار:
د قرآنکریم د نهو حافظانو د فراغت او پر سرونو د فضیلتونو پګړۍ د اېښودلو په مناسبت غونډه د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ د رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) په مدرسه کې جوړه شوه او په ياده غونډه کې د پوهنې مسوولینو، علماوو، د قرآن کریم حافظانو، قومي مشرانو، او ځوانانو هم ګډون درلود.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د دارالعلوم او دیني مدرسو په ۴۲ بستونو کې د وړتیا لرونکو نوماندانو د ګومارنې په موخه له سلګونو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستله.
▪ بامیان:
د ګزګ يکه ولنګ منځني ښوونځي د دېوال د بنسټ ډبره د پوهنې رئیس شیخ ناظر جعفري، د پوهنې ریاست د تخنیکي ټېم او یو شمېر مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغه دېوال جوړولو لګښت د سویډن کمېټې له لوري ورکول کيږي.
