له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې لنډ خبرونه 

media-moe
Mon, Jun 19 2023 3:25 PM
123

د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د ښوونیز وضعیت د څېړلو په موخه جلریز ولسوالۍ ته د کاري سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ  د پوهنې آمریت له چارو څخه څېړنه وکړه.
د پوهنې وزارت د اسلامې زده کړو معینیت د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دینې مدارسو د حفظ دورې  لپاره  له ۹۶ تنو نوماندانو څخه چې ۱۷ تنه یې انجوني وې ازموینه واخیسته
د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس د بهسودو ولسوالۍ ته د خپل  کاري سفر په لړ کې د پوهنې له مسئولینو سره لیدنه وکړه. 
نوموړي د آمریت له مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې په پرمختګ او د پوهنې وزارت د مشرتابه د احکامو په عملي کولو کې تر بل هر وخت ډېر کار وکړي.
په  میدان وردګ ولایت کې د غلام دستګیر خان د کورنۍ له لوري د چک ولسوالۍ غازی مؤمن خان ښوونځي له ادارې سره د پرنټر، سولر، اداري چوکۍ او تختو مرسته وشوه.


Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS