د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

media-moe
Sat, Jun 17 2023 3:35 PM
د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د تحصیلي او تعلیمي درې ګونو بنسټونو ( لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د تحصیلي او تعلیمي چارو په برخه کې د لا غوره همغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، د لوړو زده کړو وزارت د نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي او د تخنیکي او مسلکي ادارې مرستیال مولوي غلام سعید احساس حضور درلود.
د کمېټې د غړو په وینا؛ د دې کمېټې له جوړېدو څخه یې موخه د هغو متخصصینو او مسلکي کارکوونکو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي، چې اسلامي، شرعي اصولو او ارزښتونو ته ژمن دي. همدارنګه په ګډه د درې ګونو بنسټونو د پروګرامونو، قوانینو، مقرراتو او ستراتیژیو پلي کول دي. 
یاده کمېټه هڅه کوي تر څو ټول هغه اسنادونه چې د محتوا له مخې یو له بل سره تړاو لري د همغږۍ کمېټې په مرسته یې چمتو او عملي کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS