میدان وردګو ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښول شوه

media-moe
Mon, Jun 12 2023 12:09 PM
میدان وردګو ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښول شوه

له پوهنې وزارت سره د خلکو د مرستو په دوام دا ځل د میدان وردګ ولایت په سالار سیمه کې د ځایي خلکو په مرسته د شنیز کلي د منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مسئولینو په وینا:  د یاد ښوونځي ودانۍ یوه اداره او ۵ درسي خوني لري، چې د جوړېدو ټول لګښت یې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، د خلکو له مرستو څخه مننه وکړه او دا نېک اقدام یې جاري صدقه وګڼله.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د دې ښوونځي زده کوونکي په یوه کرایي کور کې زده کړې کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS