د لوګر ۱۰۰ ښوونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
Sat, Feb 16 2019 2:29 PM
moe

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۱۰۰ تنو ښوونکو ته وړتیاوو لوړولو په موخه لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 

دغه ورکشاپ د I.R.C  په نوم د پوهنې یوې همکارې موسسې جوړ کړی، چې ۵۰ ښځینه او ۵۰ نارینه ښوونکي په کې برخه لري.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د ښوونځیو د زده کړې کیفیت د لوړولو په موخه د درسي مسایلو په هکله روزنه ورکول کېږي څو په ښوونځیو کې د زده کړو بهیر لا پیاوړی شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وايي،چې په ښوونځیو کې یې د زده کړو کیفیت د لوړوالي لپاره جدي هڅې پیل کړې دي څو په ښوونځیو کې د زده کړو د سیستم کیفیت لوړ شي.
د یادونې وړده،چې د
I.R.C  موسسې له دې مخکې هم د لوګر سلګونه ښوونکي د وړتیا لوړونې په برخه کې روزلي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS