د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Tue, May 23 2023 1:26 PM
د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د پکتیا ولایت په ځدراڼ ولسوالۍ کې د کلیت العلوم له مدرسې څخه ۱۷ تنه او څو تنه کسان د نورالاسلام له مدرسې څخه فارغ او د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول. ويناوالو دوی ته د فراغت مبارکي وويله او همدارنګه د حافظانو په مقام او د قرآن کریم د پوهې پر ارزښت یې ویناوې وکړې.

پاملرنې موسسې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د پکتیا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ښوونې او روزنې څو سیمه ییز او ګړندي ټولګي جوړ کړي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست تر څارنې لاندې به فعالیت کوي.

د څمکنيو ولسوالۍ د نرګوسي ښوونځي له کاره لویدلي ميزونه او څوکۍ د دغه ښوونځي د پرسونل په مالي لګښت ترميم او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د احمدخېلو ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین وايي: د دې ولسوالۍ د حسن خېل کلي د خلکو په مرسته یې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده او همدارنګه د دې ولسوالۍ له څو ښوونځیو څخه یې هم څارنه وکړه.

په دې وروستیو کې به د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د ADA ادارې لخوا د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ۱۵۰ ټولګي فعال شي. چې په همدې موخه د ياد ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه او د يادو ادارو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه او په دې باب يې خبرې اترې وکړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS