د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د ۱۷ ولايتونو د پوهنې له رئیسانو سره وکتل
په ياده ليدنه کې لومړی د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې ولايتي رئیسانو ته ښه را غلاست ووایه او په تعليمي ډګر کې يې د دوی نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.
وروسته د پوهنې ولايتي رئیسانو په نوبت سره خپلې غوښتنې او وړانديزونه د پوهنې له سرپرست وزیر سره شريکې او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به خپل مسئولیت او رسالت ته چې هغه د هېواد د بچيانو سالمه ښوونه او روزنه ده، ژمن پاتې کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست د دوی غوښتنې معقولې وبللې او د پوره کولو په برخه کې یې د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ.
