له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Tue, May 16 2023 1:48 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له آمرینو او مدیرانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د پوهنې د چارو د ښه والي او په خپلو ادارو کې د شته ننګونو د حل لپاره جدي کار وکړي.
 د پوهنې رئیس همدارنګه د ښوونیز کیفیت او د بیت المال پر ساتنې ټینګار وکړ.
له بلې خوا د یادو بنسټونو آمرینو په دې برخه د مرستو ژمنه وکړه او خپلې ستونزې يې د پوهنې له رئيس سره شريکې کړې.

لغمان

د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي صدیق الله معتصم بالله په یوه کاري ناسته کې د ښوونځیو له آمرینو او د اړوندو ادارو له مدیرانو وغوښتل، چې د نوي نسل په روزلو کې اسلامي اصول په پام کې ونیسي او په دې برخه په اخلاص او صداقت کار وکړي.
 نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې د کلنۍ ازموينې لپاره چمتووالی ونيسي.

د لغمان ولايت د پوهنې رياست د تعلیمي څارنې غړو په خپلو اړوندو سيمو کې د ښوونځيو او ديني مدارسو له تعليمي او اداري فعاليتونو څخه څارنه وکړه او پايلې يې د مرکز او ولسواليو د پوهنې له مسوولينو سره شريکې کړې.

ارزګان

د اروزګان د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر ښوونځیو له ښوونیزو چارو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو له ښوونکو سره یې د ستونزو د حل او د چارو د ښه والي په موخه جلا جلا ناستې وکړې.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS