له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Thu, May 11 2023 4:38 PM
نگاهی به چندخبر از معارف ولایات

ارزګان

د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي کامران آخندزاده او ورسره پلاوي د دغه ریاست له مرکزي څانګو څخه لیدنه وکړه، د اداري اسنادو د ارزونې او د کارکوونکو له شتون څخه یې د لیدنې ترڅنګ د کاري ډسپلین پر ټینګښت ټینګار وکړ.

فراه

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي: له ۴۴۰ تنو مجاهدینو څخه د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم وويل، چې د ازموينې له ترسره کېدو يې موخه د زده کړو د کچې لوړول دي.
 د نوموړي په وینا په پام کې ده، چې د دې بهیر بريالي شوي نوماندان د ښوونځيو په لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو کې جذب شي.

کندز
د کندز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابواحمد د دغه ولایت چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو د پوهنې ریاستونو د فعالیتونو د څارنې ترڅنګ له زده کوونکو سره هم وکتل.

لغمان

د لغمان د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار او د دولت شاه، الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له ښوونیزو او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه لارښوونه وکړه.

کندهار

د کندهار ولایت د تخته پول ولسوالۍ د پوهنې آمریت د یوې کاري غونډې په ترڅ کې له خپلو مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې د دیني اصولو او ارزښتونو په رڼا کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS