د پنجشیر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Sat, Mar 18 2023 11:45 AM
د پنجشیر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس وايي : په دې وروستيو وختو کې د پوهنې وزارت له خوا دغه ولايت ته شل زره ټوکه درسي کتابونه استول شوي دي چې ټاکل شوې له احصایوي معلوماتو وروسته د دغه ولايت په ښوونځيو ووېشل شي.

د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس د دغه ریاست له آمرینو او مدیرانو سره مشورتي ناسته وکړه، د پوهنې ریاست د دندو او ننګونو په باب یې ورسره خبرې وکړې او د ښوونځیو په کچه یې د تشکیلاتي جوړښت د عملي کولو په اړه هم ورسره سلا مشورې وکړې.
د پنجشير ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه رياست داسلامي زده کړو د آمر تر څارنې لاندې د رخه ولسوالۍ د جامع الانوار په دارالعلوم کې جوړه شوه .
 په دې غونډه کې د ښوونځیو او دیني مدارسو د ۱۴۰۲ کال لپاره د عملیاتي پلانونو د جوړښت او عملي کولو، د کاري راپورونو د جوړښت، په ښوونځیو کې د نویو ماشومانو د شاملولو، دیني مدارسو او دارالعلومو ته د شتمنو کسانو د مرستو د جلبولو او د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په باب خبرې وشوې.

د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست مشورتي غونډه د دغه ریاست د مالي او اداري آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د دې غونډې برخه والو د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د عملیاتي پلانونو د جوړښت او پلي کولو او همدارنګه په دې ریاست کې د راپور ورکولو د څرنګوالي په باب خبرې وشوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS