د لوګر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Mon, Mar 13 2023 12:49 PM
د لوګر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

لوګر
په لوګر ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د ۲۵۷ ښوونځیو زده کوونکو ته درسي او ښوونیز مواد چمتو کړي دي او د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې ترلاسه شوي مواد دې د نوي ښوونیز کال سره سم د دغو ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو د دې موادو د عادلانه وېش ډاډ ورکړ.

لوګر
د لوګر د پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت د دغه ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو ۱۱۷ تنو ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي په برخو کې ښوونیز سیمینار جوړ کړ. په پام کې ده، چې د درسونو له پیل سره سم به یاد استادان خپلې زده کړې او تجربې له زده کوونکو سره شریکې کړي.

لوګر
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پوهنې آمریت د اړوندو سیمو د ۳۰ ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال پیل ته د ښوونې او روزنې د ښه کیفیت د برابرولو په موخه چمتووالی ونیسي. چې د اړوندو ښوونځيو مسوولينو په دې برخه کې د پوره چمتووالي ډاډ ورکړ.

لوګر
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې له ۲۴ خصوصي مدارسو سره نغدي مرسته وکړه، ترڅو د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره ترې ګټه پورته کړي. د يادو مدارسو استادانو او زده کوونکو له يادو مرستو خوښي څرګنده کړه.

لوګر
د لوګر د پوهنې ریاست د نشراتو مدیریت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره تراوسه ۲۵۰۰ تنو نوم لیکنه کړې ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS