د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې ریس د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت له معین سره وکتل

media-moe
Mon, Feb 20 2023 9:24 AM
د هيواد د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې رئیس، مرستيالانو او غړو د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين له معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره په ليدنه کې د هیواد په کچه د خصوصي ښوونځیو بنسټیزې ستونزې لکه د مالياتو ډېروالی، په دوامدار ډول د جواز تمديدول، د ښاروالي تجارتي جواز، د ايسا جواز، پوست بکس، بانکي تضمين، بيمه، برېښنا، یونیفورم او دې ته ورته نورې ستونزې له معين صاحب سره شريکې او د يادو ستونزو د حل په برخه کې يې د پوهنې وزارت د پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه. معين صاحب په خپلو څرګندونو کې د ښوونې او روزنې په ډګر کې د خ

د هيواد د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې رئیس، مرستيالانو او غړو د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين له معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره په ليدنه کې د هیواد په کچه د خصوصي ښوونځیو بنسټیزې ستونزې لکه د مالياتو ډېروالی، په دوامدار ډول د جواز تمديدول، د ښاروالي تجارتي جواز، د ايسا جواز، پوست بکس، بانکي تضمين، بيمه، برېښنا، یونیفورم او دې ته ورته نورې ستونزې له معين صاحب سره شريکې او د يادو ستونزو د حل په برخه کې يې د پوهنې وزارت د پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.
معين صاحب په خپلو څرګندونو کې د ښوونې او روزنې په ډګر کې د خصوصي ښوونځیو خدمتونه او رول وستايه. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي تر څو يادو ستونزو ته حل لارې پيدا او دخصوصي سکتور د فعالیت او خدمت لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS