له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
لوګر
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په لوګر ولایت کې له یو شمېر خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو سره د څه باندې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه. د دغه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه د هېواد دیني مدارسو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به يادو شويو مدارسو ته د ورکړل شوې سهمیې له مخې يادې شوې پيسې په شفاف ډول ووېشل شي.
دایکندي
د سیرت النبی (ص) سیالیو ګټونکو ته د جایزو د وېشلو مراسم د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د رهبري پلاوي او مسوولینو په حضور کې ترسره شول. د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي مفتي رحمت الله مدثر د دې سياليو د ترسره کېدو له امله د خوښۍ او مبارکۍ د څرګندولو په ترڅ کې له استادانو او ديني عالمانو وغوښتل، چې د رسول الله (ص) د سيرت د عملي کولو په موخه د نوي نسل لپاره لا زيات کار وکړي.
کابل
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې او څارنې آمرینو او مسوولینو د دې ولسوالۍ د کارنده کلي له قومي مخورو او د امر باالمعروف له مشر مولوي محمدالله مصباح سره وکتل او د راتلونکې تعلیمي کال د دیني مدارسو د ستونزو په باب یې ورسره خبرې وکړې.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په دغه ولايت کې د NRC موسسې له مسوولينو سره وکتل او د ننګرهار د پوهنې په برخه کې يې د همکاريو، فعاليتونو او ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
کندز
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو عمومي رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي کندز ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د دیني مدارسو د ازموینې د څارنې په ترڅ کې د کندز د پوهنې ریاست له مشرتابه پلاوي سره وکتل. او د دغه ولایت د دیني مدارسو د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په باب یې خبرې وکړې.
