د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د تشکیلاتو د یووالي او د بشري سرچینو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو
د پوهنې وزارت د سیمینارونو په تالار کې د ولایتونو د بشري سرچینو او د تشکیلاتو د مدیرانو لپاره د ثبت او راجستریشن، د تشکیلاتو د نوي طرز العمل او د تشکیل د ارزونې د پوهاوي په موخه د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو.
په دې سیمینار کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعید احمد شهیدخېل، د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب، د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختيا عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي، د بشري سرچینو عمومي رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د یاد وزارت ځینو نورو مسئولینو او د کابل ښار د پوهنې رياست په شمول د هيواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې د ریاستونو د تشکیل او بشري سرچینو عمومي مدیرانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې مفتي محمد یوسف ثاقب مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ظرفیت لوړونې پر ارزښت یې خبرې وکړې. ورپسې شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخېل د اسلامي نظام او ادارې پر اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې نظام ادارې ته اړتیا لري، ځکه موږ د ادارې له لارې کولای شو چې خپله تګلاره وټاکو.
