د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست نوی رئيس په رسمي ډول معرفي شو
د پکتيکا ولايت د پوهنې ریاست نوی رئیس مولوی عبدالقيوم فاروقي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
مولوي عبدالقيوم فاروقي تر دې وړاندې د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست د تدريسي(عمومي زده کړو) د آمر په توګه دنده اجرا کوله او په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د محترم مقام د منظوري په اساس د ياد ولايت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو.
