افغان نجونو ته د میاشتني عادت لارښود چمتو شوی

superadmin

سرچینه: بي بي سي پښتو

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو یونیسف او د افغانستان پوهنې او روغتیا وزارتونو په ګډه یو لارښود کتابګوټی چمتو کړی دی، چې د چارواکو په وینا له پېغلو نجونو سره به د ښځینه میاشتني عادت پر مهال روغتیايي تدبیرونو کې مرسته وکړي.

 

له دې مخکې افغان چارواکو د یونیسف په مرسته یوه څېړنه هم کړې، چې له مخې یې ویل کېږي ۵۰ سلنه افغان نجونې د بلوغت مهال نښو نښانو په اړه معلومات نه لري.

 

یونیسف د لارښود کتابګوټي چمتو کولو د غونډې په مناسبت یوې اعلامیه کې ویلي، ځینې افغان نجونې د میاشتنی عادت پر مهال ښوونځي ته نه ځي او ان د غیر حاضرۍ له کبله له ښوونځي محرومېږي.

 

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخی وايي، په لارښود کتابګوټي کې ټولو کلتوري، دودیزو او دینی مسایلو ته پام شوی دی. د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیرزو په وینا په افغانستان کې ۵۰ سلنه نجونې د میاشتني عادت له پیله مخکې په دې اړه معلومات نه لري.

یونیسف مسوولین هم د افغان چارواکو دغه خبرې تاییدوي او وايي، ۳۸ سلنه نجونې د میاشتني عادت پر مهال ښوونځي ته له تلو پاتې کېږي.

 

په کتابګوټي کې د میاشتني عادت پیلېدو څرنګوالي، بیالوژیکي بدني بدلونونو اود دغې ځانګړې مودې د احتیاطي تدبیرونو په اړه پېغلو نجونو ته لار ښوونې شوې دی.

 

لارښود په پښتو او دري ژبو لیکل شوی او افغانستان کې د یونیسف استازې عادله خدر وايي، له نجونو سره به مرسته وکړي، چې د میاشتني عادت پر مهال ښوونځي ته له تلو پاتې نه شي.

 

نوموړې وايي، دې سره نجونې پر ځان بارو ومومي او د روغتیايي احتیاطي تدبیرونو په تړاو به معلومات ومومي.

 

د افغانستان پوهنې وزارت چارواکو په خبره دغه لارښود د افغانستان په لر او بر کې له ښځو سره له سلا مشورو وروسته لیکل شوی، چې لومړی به د ښوونځیو زده کونکو او وروسته له ښوونځیو بهر نجونو ته ووېشل شي.

 

دغسې یو لارښوود په ځانګړې توګه د ښوونکیو لپاره چمتو شوی دی. پوهنې وزارت وايي ښځینه میاشتنی عادت په افغانستان کې داسې یوه موضوع ده، چې ډېرې خبرې پرې نه کېږي او له همدې کبله یې په اړه ډېرې خبرې نه کېږي.