له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Jan 26 2023 10:31 AM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کندهار:
د کندهار ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي مرکز ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل. په دې کتنه کې یې د کندهار د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د دغه وزارت مشرتابه ته راپور وړاندې کړ.
د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت د پوهنې ریاست له هڅو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې یادو ستونزو ته به د حل معقولې لارې چارې پیدا کړي.
لوګر:
 د HHOA موسسې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دې ولایت په برکي برک او څرخ ولسوالیو کې د سواد زده کړې د ټولګیو لپاره د ۲۹ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د ګمارلو په موخه رقابتي ازموینې ترسره کړې.
 په پام کې ده، چې ګمارل شوي ښوونکي 435 تنو زده کونکو ته تدریس وکړي.
بلخ:
د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ د پوهنې ریاست د مدیرانو، سرښوونکو، د ښوونځیو د معتمدینو او د سواد زده کړې د چارو د ظرفیت لوړولو په موخه د پلان جوړونې او اداري چارو په برخه کې درې ورځنی سمینار جوړ کړ.
په یو بل خبر کې:
 د شولګره ولسوالۍ د پوهنې آمرینو او د تعلیمي څارنې غړو د روضت القرآن، امام ابوحنیفه او د رسالت رسول د مدارسو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه:
د بلخ ولایت د حیرتان ولسوالۍ د پوهنې آمرینو او د تعلیمي څارنې غړو د ابی بن کعب او د ریاض القرآن د مدارسو له تدریسي بهیر څخه د څارنې په ترڅ کې د یادو بنسټونو د ښوونکو او استادانو د تدریس طریقې یې وڅېړلې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د تدریسي په جریان کې باید هڅه وکړي، ترڅو په زده کوونکو کې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد پالنې روحيې پیاوړي کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS