د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Jan 19 2023 9:57 AM
فغ

لغمان:
په لغمان ولايت کې يونيسف سيمه ييز دفتر د دغه ولايت له پوهنې رياست سره د ٩٨ زره ٥٧٤ امريکايي ډالرو په ارزښت د ٩٨ خېمو مرسته وکړه.
 د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت له پوهنې سره د دې ادارې له دوامدارو مرستو څخه مننه وکړه
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: د١٤٠١ لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې په خوست ولايت کې د  يونسيف سیمه ییز دفتر د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو په جوړولو او بیارغونو کې اته ميليونه او ٩٤٥ زره امريکايي ډالره لګولي دي .
د خوست د پوهنې رياست مشرتابه د يادې شوې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له دوى څخه غوښتنه وکړه، چې له پوهنې سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.
فراه:
د فراه ولایت د دیارلسو مدارسو څخه ۱۲۳ تنه فارغ شول، چې د دغه ولایت د نظامي او ملکي چارواکو، دیني عالمانو او د فارغانو د کورنیو د غړو په ګډون د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
د دې ولایت د پوهنې رئیس اختر محمد زعیم فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه دیني مدارسو ته واستوي.
کندهار:
د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې د OCCD موسسې مسوولينو د دغه ولايت د پوهنې رياست په مرسته د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو زده کړو په ټولګيو او يو شمېر نورو ښوونځيو کې بخارۍ او د سونګ توکي ووېشلې.
مولوي داد محمد حنفي د غورک ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې شوې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د ژمي په موسم کې د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ننګرهار:
په ننګرهار ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ سیمه ییزو او چټکو زده کړو ټولګیو ۴۲۰ زده کوونکو ته ښوونیز توکي، د حفظ الصحې کڅوړي او ژمنۍ جامې وویشلې.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د يادې ادارې له مرسته څخه مننه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS