له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Jan 15 2023 9:52 AM
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

بدخشان:
د ازموینو د ملي ادارې د لارښوونې پر اساس د هلکانو د دیني علومو او د شپې لیسې د فارغینو د کانکور ازموینه او د هغوی د بایمتریک پروسه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او د بدخشان پوهنتون د رئیس او د دغه ولایت د پوهني ریاست د استازو په حضور کې په رسمي مراسمو کې په یوه ارامه او شفافه فضا کې پیل شوه..
پکتیکا:
د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالۍ د رياض العلوم د سيمه ييزې مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مناسبت د دې ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو، ديني عالمانو او قومي مخورو په شتون کې يوه ستره غونډه جوړه شوه.
ګډونوالو ټولو فارغانو ته مبارکي وويله او د روښانه راتلونکي او لا برياوو هيله يې ورته وکړه.
بیا هم په یو بل خبر کې:
د همدې مدرسې د بیارغاونې چارې د هیومن اپیل موسسې له خوا بشپړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بدخشان:
د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال له خپلو کارکوونکو سره یې سکتوري غونډه وکړه.
د دې ولایت د پوهنې ریس د مرستندویو بنسټونو له مرستې څخه د مننې تر څنګ د١٤٠٢ کال لپاره د پرمختيايي پلان د عملي کولو، د ولایتي پروفایل د چمتو کولو، د نتایجو د مدیریت لپاره د یوه منظم ارشیف د رامنځته کولو او د اړتیاو پر اساس د پرمختیایي برنامو د جوړولو په باب يې د غونډې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.
نورستان:
د نورستان ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمين د دې رياست له کارکوونکو او مسوولينو سره په کتنه کې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د وروستيو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د خپلو همکارانو له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو يې مننه وکړه. په پاى کې ګډون کوونکو خپلې کاري ستونزې له ښاغلي معتصم سره شریکې کړې او د حل غوښتنه يې ورڅخه وکړه.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دې ولایت د ديني مدارسو له شپني او اختصاصي ازموينې څخه ليدنه وکړه او د اسلامي ټولنې د اړتياو په پام کې نيولو سره يې د دا ډول ازموينو اخيستل ضروري وګڼل.
 د يادونې وړ ده، چې دغه ازموينه په هرات پوهنتون کې ترسره شوه او په دې ازموينه کې د څلورو ولايتونو (هرات، نيمروز، فراه او بادغيس) زده کوونکو برخه اخيستې وه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS