له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Jan 01 2023 11:06 AM
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کاپیسا:
د ډاکار موسسې سیمه ییز دفتر د کاپیسا ولایت د حصه اول والسوالۍ د لس بابه ښوونځیو د شوراګانو د غړو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
 د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د ډاکار موسسې له مرستو څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دغه ښوونیز پروګرام له موادو څخه ښه ګټه پورته کړي او د اداري چارو د لا ښه والي په موخه هر اړخیزه مرسته وکړي.
کندهار:
د کندهار ولايت د پنجوايي والسوالۍ د پوهنې د ښوونیز څارنې آمرین هر یو مولوي محب الله سعادت او مولوي ماهر د دې ولايت په مرکز کې د دستګيري مدرسې له اداري او تدريسي بهير څخه ليدنه وکړه او مديران يې له خپلو جدي مسووليتونو خبر کړل.
لغمان:
د لغمان ولایت د الینګار والسوالۍ د جامعه اسلامیه حنیفه د قرآن کریم له دورې څخه ۱۶ تنه حافظان او ۳۵ تنه ناظره لوستونکي فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې ګڼ شمېر دیني عالمانو او د فارغانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
یادو فارغینو ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې هر یوه ویناوال د قرآن کریم د زده کړې په ارزښت او د نورو دیني او عصري علومو د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست په مشرۍ جوړه شوې وه پر مرستندویه ادارو او نورو بنسټونو یې غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي، ترڅو راستنیدونکو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د چهاربولک والسوالۍ د پوهنې آمر قاري جمشيد ابو سهيل د منصورالمدارس د مدرسې او دارالحفاظ له تدريسي بهير څخه ليدنه وکړه او د مدرسې مشرتابه او زده کوونکو ته يې د تدریس د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS