له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Dec 29 2022 11:55 AM
فشرده چند خبر از ریاست های معارف ولایات

سرپل:
د هېواد د پوهنې په برخه کې د خلکو د مرستو په دوام، دا ځل د سرپل ولایت د سانچارک والسوالۍ د پوهنې د مینه والو یوې ډلې د دغې والسوالۍ د دویم نمبر لېسې لپاره یې د ۱۰۰ زره افغانیو مرسته وکړه، ترڅو د یادې لېسې ستونزې پرې حل شي.
د دې لېسې مدیر د سانچارک له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې له ملي سوداګرو او شتمنو خلکو وغوښتل چې د دغه ولايت د پوهنې له رياست سره په خپلو مرستو د زده کوونکو لپاره د لا ښې زده کړې زمينه برابره کړي.

همدارنګه:
د دې لېسې ادارې د فارغانو لپاره د شهادتنامو د وېش مراسم تر سره کړل او د ګډونوالو په حضور کې يې د ښوونيزو مطالبو د خپرولو په موخه د «اسلامي نظام د ملاتړ» تر نامه لاندې يوه مجله هم په لاره واچوله.
بادغیس:
د بادغيس ولايت د پوهنې رئيس مولوي محب الله احسان د خصوصي ښوونیزو بنسټونو له مسوولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د يادو بنسټونو د تدريس د څرنګوالي او د جواز ترلاسه کولو پر لارو چارو د بحث په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د نجونو له کورسونو څخه څارنه وکړي. .
لوګر:
له لوګر ولایت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د لوګر ولایت د مرکز په غیرت آباد کلي کې د یوه ښوونیز مرکز په جوړولو سره ۴۳۰ ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د دغه ښوونيز مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د دغه ولايت د پل علم ښار د پوهنې آمر حبيب نور حيدري د ياد شوي خيريه بنسټ له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې له نورو خلکو او بنسټونو وغوښتل، چې له پوهنې سره مرسته وکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د الیشنک والسوالۍ د پوهنې د څارنې غړو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د دغو ښوونیزو بنسټونو له اداري او تدریسي چارو څخه یې څارنه وکړه.
د مسوولينو په وينا: د حل په موخه يې استادانو او مسوولينو ته لازمې مشورې ورکړل شوې.
خوست:
په خوست ولايت کې د يونيسف د سيمه ييز دفتر په مالي لګښت او د دغه ولايت د پوهنې رياست د انجينري ټيم په مرسته د دغه ولايت د تڼيو والسوالۍ د کوچيانو لېسې د حلقوي دیوال کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS