له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Dec 12 2022 1:46 PM
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

پروان:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده او ورسره مل پلاوي د پروان ولایت د پوهنې ریاست د فعالیتونو د کتنې په ترڅ کې یې د دغه ولایت له جهادي مدرسې هم لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت معین د یادې مدرسې د لیلیې نظم او دسپلین، د زده کوونکو علمي وړتیاوې هم وارزول،د يادونې وړ ده، چې د دې ليدنې په ترڅ کې د يادې مدرسې له زده کوونکو سره نغدي مرسته هم وشوه.
لغمان:
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د مخزن العلوم دارالعلوم د ودانۍ د بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو، مشرانو او د سیمې خلکو په کې برخه اخیستې وه کېښودل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د مدارسو او دارالحفاظونو پر ارزښت او د ټولنې په اصلاح کې یې د رول په باب خبرې وکړې، چې د دغه دارالعلوم د جوړېدو ټول مالي لګښت د ملي تجارانو له خوا ورکول کېږي.
میدان وردک:
په میدان وردګو ولایت کې د سویډن کمیټې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د حضرت عمر فاروق (رض) د ښوونځي د بیارغاونې چارې بشپړې او رسماً یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ته وسپارلې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي د دې کمېټې له مسوولينو څخه د مننې پر مهال له هغوى وغوښتل، چې د دې ولایت په نورو ښوونځيو کې هم ورته فعاليتونه ترسره کړي.
کندهار
د کندهار د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي نعمت الله الفت د سپین بولدک ولسوالۍ د حقاني دارالعلوم له تدریسي او اداري چارو څخه د لیدنې پر مهال له هغوی وغوښتل چې د دغه دارالعلوم د ښوونیز کیفیت د ښه والي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ننګرهار:
په ننګرهار ولایت کې د دارالعلوم لاغرجوی څخه د علماوو د لویې دورې د فراغت په مناسبت لویه غونډه جوړه شوه.
مفتي حبیب حضرت حقاني د دغه ولایت د پوهنې ریس فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د دیني علومو  پر اهمیت، د مدارسو او دیني علماوو پر دریځ خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې د ټولنې د خدمت په لاره کې صادقانه ګامونه پورته کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS