له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Dec 05 2022 2:10 PM
مختصری از فعالیت های  معارف ولایات

لغمان:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده لغمان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه او د دغه مدرسې اداري، تدریسي او مالي اسنادونه یې وڅېړل او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه ولایت د پوهنې د ښه والي په برخه کې د ښوونځیو او مدارسو تدریسي کیفیت ته خاصه پاملرنه وکړي.
نوموړي د لغمان د پوهنې ریاست د زده کوونکو د علمي سویې په ارزولو سره د دې ولایت د پوهنې د رئیس او نورو کارکوونکو د هڅو ستاینه وکړه.
جوزجان:
د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د رقیه البنات مدرسه پرانیستل شوه.
د دغه مدرسې د پرانیستلو په مراسمو کې ګڼ شمېر سیمه ییزو چارواکو، د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو او د سیمې خلکو برخه اخیستې وه.
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد په دغه ولايت کې د نجونو لپاره د ديني مدرسې د پرانيستلو هرکلى وکړ او دا يې نیک اقدام وباله.
د جوزجان ولايت دآقچې ولسوالۍ دحقاني مدرسې بنسټګر مولوي محمدالله حقاني وايي: دغه مدرسه د څه دپاسه ٣٦٠٠ متر مربع ځمکې په ساحه کې په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د لسو مياشتو په موده کې جوړ شوې ده.
ويل کيږي چې د دغه مدرسې په جوړولو څه دپاسه پنځلس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د جوزجان ولايت د امنيه قومندان قاري حفيظ الله پهلوان له خوا یې ټولې پیسې ورکړل شوي دي  
کاپیسا:
دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په حضرت فرخ شاه لېسه کې د پوهاوي د پروګرام په لاره اچولو سره د ډاکار موسسې مسوولينو له زده کوونکو او د سيمې له خلکو وغوښتل چې د چاپيريال، ښوونځي، کور او ماشومانو په نظافت او پاک ساتلو کې پوره زيار وباسي.
د دې ولايت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال استاد خان آغا هارون د اسلام له نظره د پاکوالي په ارزښت خبرې وکړې او د يادې ادارې له کارکوونکو يې مننه وکړه.
کندهار:
د SHAO موسسې مسوولینو د کندهار ولایت د پوهنې له مسوولینو سره په همغږۍ د دې ریاست د ولسوالیو د پوهنې د آمرینو او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ کړ.
د كندهار د پوهني رياست د ښوونې او روزنې آمر مولوي محمد حسن شاه آغا له ګډونوالو څخه وغوښتل چي د دغه سيمينار له محتوا او موادو څخه په خپلو درسي او اداري دندو كي پوره، پوره ګټه پورته کړي.
نورستان:
په نورستان ولایت کې د یونیسف د ولایتي دفتر مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره وکتل او په نورستان کې یې د پوهنې په برخه کې د خپلو کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي مطمین د نورستان له معارف سره د یونیسف د دوامداره اداري مرستو د مننې په ترڅ کې د دې ادارې له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ولایت له پوهنې سره خپلې ژمنې عملي کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS