د پوهنې وزارت او ازموینو د ملي ادارې د استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه

media-moe
Mon, Dec 05 2022 9:26 AM
د پوهنې وزارت او ازموینو د ملي ادارې د استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزارت او ازموینو د ملي ادارې د استازو ترمنځ د یادې ادارې د هغه وړاندېز په اړه چې غواړي موقتا د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا د لوی ریاست اړوندو ودانیو ته خپل مرکزي دفتر را ولېږدوي، ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د پوهنې وزارت په استازیتوب لاندې مرکزي رئیسانو برخه اخیستې وه:
۱- مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس.
۲- مفتي شفیع الله منصور، د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب رئیس.
۳- مولوي سمیع الحق حماس، د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس.
۴- مولوي شمس الرحمن حماس، د بدیلو زدکړو رئیس.
د ازموینو د ملي ادارې په استازیتوب د یادې ادارې مرستیال مولوي رحیم الله حقاني او ځینو نورو رئیسانو برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت د استازو له لوري راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل شو. ورپسې د ازموینو د ملي ادارې استازي خپل وړاندیز د پوهنې وزارت له استازو سره شریک کړ. دوی وویل چې د ازموینو د ملي ادارې مسئولین غواړي چې خپل مرکزي دفتر د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا ریاست اړوندو ودانیو ته را ولېږدوي.
د پوهنې وزارت استازو ورته ډاډ ورکړ چې دوی به لومړی د خپلو اړوندو ودانیو ارزونه وکړي او بیا به په راتلونکو ناستو کې د وزارت له مقام سره په هم غږي د یاد وړاندېز په هکله عملي اجراآت تر سره کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS