له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
Wed, Nov 30 2022 12:44 PM
22

لوګر:
د حضرت عمر فاروق(رض) خیریه بنسټ  په لوګر ولایت کې د شلو دیني مدارسو او یو شمېر ښوونځیو لپاره د پاکو اوبو څاګانې وکیندلې. چې د دغو څاګانو په کیندلو سره به د زرهاو زده کوونکو او ښوونکو ستونزې هوارې شي.
 د يادونې وړ ده، چې د يونيسف ادارې هم په دغه ولايت کې د لسو ښوونځیو لپاره یې ژورې څاګانې وکیندلې.
د لوګر ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د يادو بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د هېواد له پوهنې سره د لا زياتو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
کندهار:
د کندهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د حج او اوقافو د رياست په استازيتوب درې ديني عالمان د دې ولايت د محمود طرزي لېسې ته ورغلل او د دې لېسې زده کوونکو ته يې ديني لارښوونې وکړې، او یادونه یې وکړه چې زده کوونکي باید د اسلامي شریعت سره سم خپل صورت او سیرت جوړ کړي.  
د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د يادې شوې لېسې زده کوونکو د دغو ديني لارښوونو له ترلاسه کولو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې خپلې ټولې چارې به د اسلامي احکامو په رڼا کې تنظيموي.
کابل:
د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د پوهنې آمر او د ښوونیز څارنې آمر د شګوفان شمال خصوصي عالي لېسې اري چارې یې وڅېړلې او د پوهنې د کیفیت د ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي غلام محمد موحدي او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رئیس او کاري پرسونل سره یې جلسه وکړه او د علم او پوهې پر ارزښت باندې یې خبرې وکړې او له ټولو یې وغوښتل، ترڅو د ښوونې او روزنې په پیاوړتیا کې تر خپله وسه کار وکړي.
خوست:
د IRC استازو د خوست ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د خپلو راتلونکو کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
د يادې شوې ادارې استازو د خوست د پوهنې له مسوولينو وغوښتل، چې د نوي کال لپاره خپلې اړتياوې له دوى سره شريکې کړي،ترڅو په خپلو پلانونو کې يې شامل کړي. د دې ولايت د پوهنې مسوولينو د دې ادارې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د دې رياست جدي اړتياوې یې له هغوى سره شريکې کړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS