له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
Thu, Nov 24 2022 12:14 PM
sdfg

نورستان:
د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ قومي مشرانو،دیني عالمانو او مخورو سپین ږیرو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره په لیدنه کې د پوهنې په برخه کې د هغه د وروستیو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د یادې ولسوالۍ د پوهنې ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې، ترڅو رسیده ګي ورته وشي.
د يو بل خبر له مخې:
د نورستان د پوهنې ریاست د څارنې آمر مولوي رحمت الله مبارز د دغه ولایت د دواب او مندول ولسوالیو د ښوونې او روزنې عمومي وضعیت یې وڅېړل او پایله یې د یاد ولایت د پوهنې له ریاست سره شریکه کړه.
 ښاغلي مبارز د تشکيل نشتوالى، د ښوونځيو بیارغول او د درسي کتابونو نشتوالى یې په يادو ولسواليو کې د پوهنې په برخه کې عمده ستونزې یادې کړې.
کابل:
د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدین ایوبي د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو له درسي نصاب څخه لیدنه وکړه او د یادو ټولګیو له تدریسي او اداري مسوولینو څخه یې مننه وکړه.
لغمان:
خصوصي مدارسو ته د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت له لوري د نغدي مرستو د وېش لړۍ په دوام یې دا ځل د لغمان ولایت د ښاري سیمو له خصوصي مدارسو سره مرستې وکړې.
د دغه معینیت مسوولینو د لغمان ولایت د پوهنې په ریاست کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغو مدارسو پر زده کوونکو یې یادې نغدې مرستې ووېشلې او د مصرفولو پر شفافیت یې ټینګار وکړ.
سمنګان:
د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني له خپل یوه پلاوي سره د دغه ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ ته ولاړ او د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې ولیکلې او وعده یې وکړه، چې  د دوی ستونزې به د پوهنې وزارت له مشرباته سره شریکوي.
پنجشیر:
دپنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس په يوه کاري غونډه کې د دغه ولايت د پوهنې له مسوولينو څخه وغوښتل چې په حاضري ټینګار وکړي، ادارې اصول مراعات کړي او په خپلو دندو کې له صداقت او اخلاص څخه کار واخلي او خپل کاري ګذارشونه دې په وخت سره چمتو او پوهنې ریاست ته یې واستوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS