له ولایتونو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Nov 20 2022 10:24 AM
چندخبر از کارکرد های معارف ولایات
  • سمنګان:

د سمنګانو د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي شمس الله شیخ زاده د پوهنې د څارنې له ټیم سره یو ځای د سمنګان د یتیم خونو له درسي څانګو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

  • همدارنګه:

د سمنګان ولایت د فېروز نخچیر د پوهنې آمر سید صدرالدین هاشمي له خپلو کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه وکړه او د کلنیو ازموینو پر مسلې، د دندو پر لاروچارو او د شرعي احکامو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.

  • پکتیکا:

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، ملي راډیو تلویزیون او د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي چارو ریاستونو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او شته ننګونو خبرې وکړې او ټولو وعده وکړه، چې له پوهنې ریاست سره به تر خپله وسه مرستې کوي.

  • بادغیس

د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان د یوه پلاوي په ملتیا د حنظله بادغیسي، نسوان او نريمان قلعه نو خصوصي لېسو له کلنیو ازموینو څخه څارنه وکړه او د دغو ښوونځیو مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له شفافیت څخه به کار اخلي.

  • کاپیسا:

د کاپيسا ولايت د ښووني او روزني رياست مرستيال استاد خان آغا هارون د يوه کاري سفر په ترڅ کې د غازي مير مسجدي خان، اشتر ګرام او د بي بي صفورا نجونو لیسې او همدارنګه د ایزديار شهيد منځني ښوونځي له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه. د يادو ښوونځيو مسوولينو ته يې د تدريسي چارو د لا ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

  • جوزجان:

د جوزجان ولايت د مرديان ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا عبدالستار ايوب د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د کلنيو ازموينو په عادلانه ډول د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او هغوى ته يې لارښوونه وکړه، چې د ازموینو په جریان کې دې شفافیت او عدالت په پام کې ونیسي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS