د جرمني، سویزرلینډ او افغانستان هیوادونو د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو اجرایه رئیسانو د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د جرمني، سویزرلینډ او افغانستان د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو اجرایه رئیسانو (Florain westphal, Adrian froster, Christopher Nyamandi )
د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی وزیر صاحب، راغلیو میلمنو ته راغلاست ووایه، افغانستان ته د راتګ له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه او بیا یې د هیواد په روان ښوونیز بهیر رڼا واچوله. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، ماشومان او ځوانان چې د راتلونکي افغانستان معماران دي، اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت یې د سالمې ښوونې او روزنې لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي دي، په دې برخه کې نړیوال مرستندوی بنسټونه هم مسئولیت لري چې د افغان ماشومانو د تکافل، تعلیم او پالنې په برخه کې د اسلامي امارت له اړوندو مسئولو ارګانونو سره مرسته وکړي.
ورپسې راغلیو میلمنو په نوبت سره خبرې وکړې، افغانستان ته یې په خپل راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې مونږ د افغانستان امنیتي حالت له نږدې ولید چې د ستاینې وړ دی او دا له امن او سولې ډک چاپیریال د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره طلایي فرصت برابر کړی دی او مونږ هڅه کوو چې له اسلامي امارت سره په هم غږي او همکاري افغان ماشومان له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي.
د پوهنې محترم وزیر صاحب یادونه وکړه، چې یاد وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې ټول افغان ماشومان ښوونې او روزنې ته لاس رسی ولري او ټول نړیوال خیریه بنسټونه چې په دې برخه کې د مرستې او کار اراده لري، یاد وزارت ورته ټولې اړینې اسانتیاوې برابروی.
