د کابل ښار پوهنې او د کابل له ولایت څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Tue, Nov 15 2022 10:58 AM
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

کابل:
د کابل د ښار پوهنې ریاست د رهبرۍ غونډه د دغه ریاست د ریس مولوي احسان الله خطاب په مشرۍ جوړه شوه.
په دغه جلسه کې د ښوونځيو د کتابتونونو او لابراتوارونو د کارونې په لارو چارو، د دغه ریاست په دفترونو کې د مراجعینو د بې نظمۍ مخنیوي او په نورو اداري مسایلو هم بحث او خبرې وشوې.
د پامیر افغان خیریه موسسې په مالي مرسته د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د لسو خصوصي ښوونځیو د مسوولینو لپاره د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست په همغږۍ د پیداګوژۍ په برخه کې یو روزنیز سیمینار جوړ شو.
د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې ریاست مسوولین وايي: دوی د دې ولسوالۍ د کثیر الرشتوي ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
په ورته ډول:
د استالف ولسوالۍ د څارنې ټیم غړي وایي: د دې ولسوالۍ د کثیر الرشتوي د ښوونیز مرکز د څارنې پرمهال یې د معیاري خونو، د ټولګیو او درسي کتابونو د نشتوالي ستونزې او د کلنۍ ازموینو د اخیستلو لارې چارې وڅېړلې.
په یو بل خبر کې:
 د کلکان ولسوالۍ د پوهنې ریاست د څارنې آمریت غړو د یادې مدرسې د اداري او تدریسي اسنادو د ارزونې ترڅنګ د د تدریسي بهیر څخه هم څارنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS