له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Nov 12 2022 9:54 AM
چند خبر مختصر از فعالیت های معارف مرکز و ولایات

کندز
د کندز ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر قاري رحیم ګل احمدي د ښاري حوزې د یو شمېر ښوونځیو له تدریسي او اداري بهیر څخه څارنه وکړه.
هرات:
د هرات د پوهنې د څارنې آمر مولوي جلال الدین ابوالحسن او ورسره مل پلاوي یې د دغه ولایت د پول رنګینه او غلام نقشبندي دشتي هلکانو له لېسو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد فرید حقاني او ملګري پلاوي یې د دغه ولایت د ښوونکو د مسلکي ودې له آمریت او د عبدالغفور غفوري نجونو عالي لېسې له مسوولینو څخه لیدنه وکړه او ښوونکو ته یې د اداري او تدریسي چارو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
نورستان:
د دې ولایت د پوهنې ریاست په رسمي تالار کې د پوهنې ریاست د مسوولینو، دولتي چارواکو او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مسوولینو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د ياد شوي ولايت د پوهنې ريس مولوي تاج محمد مطمين د دغه ولايت له والي او د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو له ريس مولوي عبدالرزاق صديقي سره د پوهنې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه. د دغو ستونزو له اورېدو سره سم د نورستان دولتي چارواکو او د پوهنې وزارت پلاوي د حل په موخه د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
کابل:
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمریت مسوولین وايي: د دې ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکي د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې و ارزول شول او په منظور شویو فورمو کې یې ورته نمرې ورکړې.
له بلی خوا:
د دغه ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي ایام الدین حماسي د پوهنې په برخه کې د هغه د فعالیتونو او خدمتونو له امله د AESC له لوري وستایل شو.
په ورته ډول:
د کلکان ولسوالۍ د پوهنې د څارنې غړو د دې ولسوالۍ د ۲۴ تنو ښوونکو د ارزونې په ترڅ کې یې د نسوان بي بي سنګري عالي لېسې څخه هم څارنه وکړه او په بېلابېلو مواردو کې یې ښوونکو او زده کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS