په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
Thu, Oct 27 2022 9:05 AM
123

 په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګیني(Cihad Erginay) او ورسره مل هیئت چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د ترکیې د معارف بنسټ مشر صالح ساغر(Salih Sağır) او د سفارت ځیني مسئولین شامل وو، د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی وزیر صاحب، ښاغلي جهاد ارګیني ته راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې ترکیه او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دوست هیوادونه پاتې شویدي او یو له بل سره د زیاتو مشترکاتو درلودونکي دي. نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه او مننه کوي. د نوموړي په وینا، د یاد بنسټ تعلیمي خدمات خورا معیاري او د لوړ کیفیت درلودونکي دي.
ورپسې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګیني خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل، د ترکیې د معارف بنسټ په افغانستان کې ۴۷ بابه ښوونځي لري، چې(۶۸۰۰ ) تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړو او(۱۰۰۰) تنه افغان ښوونکي او خدماتي کارکوونکي پکې په تدریس او خدمت بوخت دي. نوموړي زیاته کړه، د ترکیې د معارف بنسټ چمتو دی چې هغه هوکړه لیک تعدیل کړي، چې په ۲۰۱۸م کال د ترکیې  د معارف بنسټ او د کابل مخکنۍ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی وو. دنوموړي په وینا، مونږ په دې وروستیو کې د جوزجان، ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې درې بابه نوي ښوونځي پرانیستل او په نږدې راتلونکې کې به د خوست، هلمند او جوزجان په ولایتونو کې درې بابه نور ښوونځي هم پرانیزو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS