په کابل کې د ۲۱ ښوونځیو د فوټبال ټیمونو سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
Mon, Oct 17 2022 2:39 PM
په کابل کې د ۲۱ ښوونځیو د فوټبال ټیمونو سیالۍ پای ته ورسېدې

یادې سیالۍ چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د بریا د لومړۍ کلیزې په ویاړ د کابل ښار د ۲۱ ښوونځیو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د حبیبیې لېسې په ورزشي میدان کې پیل شوې وې پای ته ورسیدې. د دغو لوبډلو له جملې څخه د خان عبدالغفار خان او ذبیح الله شهید لېسو اړوندو ټیمونو فاینل ته لاره پیدا کړه، په پای کې د خان عبدالغفار خان لېسې لوبډلې لومړی مقام وګاټه او د دې ټورنمنټ د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د بدني روزنې د څانګې مسئولين وايي، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو يې موخه د کابل ښار د پوهنې په غوره شويو ټيمونو کې د غوره استعدادونو وده او د ځوان نسل سالمه روزنه ده. یاده څانګه غواړي، چې د دې سیالیو په دوام د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دې ته ورته نورې سیالۍ هم په لاره واچوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS