دلوړو زده کړو سرپرست  وزیر دپوهنې له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
Tue, Oct 04 2022 11:31 AM
;lkjhgfd

   د ا.ا.ا. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي عبدالباقي حقاني  دپوهنې وزارت له سرپرست  وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې محترم شیخ حقاني صاحب لومړی دپوهنې وزارت سرپرست وزیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته په ورسپارل شوي مسئولیت کې د توفیق غوښتنه وکړه.
ورپسې الحاج مولوي حبیب الله آغا محترم شیخ حقاني صاحب ته  ښه راغلاست ووایه او د نوموړي د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه. محترم آغا صاحب زیاته کړه د پوهنې وزارت د چارو سنبالول یقینا یوه ستونزمنه چاره ده، یوازې  د الله تعالی په نصرت او ستاسې په څیر مخلصو ملګرو د دعاوو او نېکومشورو په برکت  به  دغه دروند بار پورته کوو.
محترم شیخ حقاني صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې دپوهنې وزارت د هیواد یو له کلیدي وزارتونو او محترم آغا صاحب د یاد وزارت د چارو د سنبالولو لپاره وړ کس وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې نوموړی به له آغا صاحب څخه خپلې مخلصانه مشورې نه سپموي  او وخت په وخت به  د نوموړي په خدمت کې حاضرېږي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS