د پوهنې وزارت (۵)ګڼه اونیز اداري مجلس دایرشو

media-moe
Wed, Sep 28 2022 4:32 PM
د پوهنې وزارت (۵)ګڼه اونیز اداري مجلس دایرشو

د پوهنې وزارت دمرکزي رئیسانو(۵)ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د نوي سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ دایر شو.
د یاد مجلس په پیل کې لومړی ټول معینان او مرکزي رئیسان د پوهنې وزارت سرپرست  وزیر ته ور وپېژندل شول او بیا  له آجنډا سره سم په موضوعاتو بحث پیل شو.
پرېکړه وشوه چې زده کوونکو ته له یو ښوونځي څخه بل ښوونځي ته د تبدیلي اخیستلو لپاره د سه پارچې ورکړه د پوهنې د ولایتي ریاستونو په صلاحیت کې ده او ولایتي ریاستونه کولای شي چې له وزارت څخه له هدایت اخیستلو پرته په اصولي توګه زده کوونکو ته سه پارچې ورکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د پوهنې ټولو ولایتي ریاستونو ته د یو متحدالمآل مکتوب په وسیله خبر ورکړل شي ترڅو خپل میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه په منظم ډول په خپل ټاکلي وخت دولایتي چارو د انسجام ریاست له لوري  د پوهنې وزارت ته را ولېږي.
همدارنګه د ځینو نورو مسایلو په هکله هم بحثونه او پرېکړې وشوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS