د افغان ترک دارالعلوم آمر د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل
د افغان ترک دارالعلوم آمر ښاغلي (عمر خیران) د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین محترم الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده سره وکتل .
په یاده لیدنه کې چې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس هم حضور درلود، د هیواد د روان تعلیمي بهیر، په تیره بیا په افغان ترک دارالعلوم پورې داړوندو مسایلو په هکله تفصیلي بحث وشو .
د اسلامي تعلیماتو معین د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د ترکیې هیواد تعلیمي خدمتونه وستایل او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت به د یاد هیواد له تعلیمي بنسټونو سره هر ډول مرسته کوي او هغوی ته به د فعالیت او خدمت ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان ترک دارالعلوم د امام ابوحنیفه رحمه الله د عالي دارالعلوم په محوطه کې واقع دی او له کلونو کلونو راهیسې پکې په سلګونو تنه افغان زده کوونکي دیني زده کړې حاصلوي.
