د افغانستان لپاره د یونیسکو تعلیمي مسئولینو میرمن سارا ایل عطار او میرمن پرنیان وحیدي د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
Thu, Apr 14 2022 1:37 PM
123
د چهارشنبې په ورځ (۱۲/۹/۱۴۴۳هـ ق-۲۴/۱/۱۴۰۱هـ ش )  د افغانستان لپاره د یونیسکو  تعلیمي مسئولینو اغلې سارا ایل عطار(Sarah El Attar) او اغلې پرنیان وحیدي(Parniyan Wahedi)  د پوهنې وزارت  له سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب  سره د یاد وزارت د مقام په دفتر کې وکتل.
د ملاقات  په پیل کې محترم وزیر صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یونیسکو له سازمان څخه یې مننه وکړه، چې همېشه یې  په تعلیمي او فرهنګي ډګرونو کې له افغانستان سره نه هیریدونکې مرستې کړېدي.
وروسته د افغانستان لپاره د یونیسکو تعلیمي مسئولې  اغلې  سارا ایل عطار(Sarah El Attar) د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه، چې دوی غواړي د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د پوهنې وزارت تر اشراف او نظارت لاندې د افغانانو لپاره د لیک او لوست د زده کړې پروګرامونه شروع کړي. اغلې سارا  زیاته کړه، چې دا له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او ورته معلومه شوېده، چې افغانان د  غوره  استعدادونو درلودونکي دي او مونږ غواړو چې د دوی  استعدادونو ته نوره هم وده ورکړو.
محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې یوځل بیا د یونیسکو سازمان له تعلیمي مسئولینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ، چې د پوهنې وزات د یاد سازمان له هر ډول تعلیمي پروګرامونو سره موافق دی او چمتووالی لري، چې د یوه هوکړه لیک تر لاسلیک کېدلو وروسته یاد سازمان ته په رسمي ډول اجازه ورکړي، چې د افغانانو دلیک لوست لپاره فعالیت او خدمت پیل کړي.
د مجلس په پای کې پرېکړه وشوه، چې د هوکړه لیک د متن د ترتیب او پر یوه کاري میکانیزم باندې توافق ته د رسیدلو لپاره به په راتلونکې کې د پوهنې وزارت او یونیسکو سازمان د تخنیکي ټیمونو تر منځ ناستې ترسره کېږي.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS