په کندهار ولایت کې د پوهنې نوي رئیس معرفي شو
مولوي فخرالدين نقشبندي د پوهنې وزارت په وړانديز او د رئیس الوزراء د حکم له مخې په کندهار ولايت کې د پوهنې د نوي رئيس په توګه وټاکل شو، نوموړی د ولایت مقام د دفتر رئیس له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د نوي رئیس معرفي کولو په غونډه کې د دغي ادارې پخوانې رئیس مفتي قدرت الله الوصال کړني وستایل شوی او د نوي رئیس د ټاکل کیدو مبارکي وویل شوه.
ورپسي مولوي نقشبندي د اسلامي امارت له مشرتابه او د پوهنې وزارت څخه د کندهار ولایت د پوهنې د رئیس په توګه د ټاکل کېدو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په دغه ولایت کې به د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره د خلکو خدمت کوي
