د اشغال د خاتمې تړون د دوهمې کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام 

media-moe
Tue, Mar 01 2022 2:56 PM
د اشغال د خاتمې تړون د دوهمې کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام 

الحمدلله رب العلمین، والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله  و اصحابه اجمعین. امابعد:
               درنو هیودوالو !   
السلام علیکم و رحمة الله  و برکاته.
تر هرڅه نه  مخکې له نن څخه دوه کاله وړاندې د کب(حوت)  د میاشتې په لسمه نېټه، د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک د دوهمې کلیزې په مناسبت درته د مبارکي مراتب وړاندې کوم.
دا یو مسلم او منل شوی حقیقت دی، چې د  اسلامي امارت تر قیادت لاندې  د امریکايي اشغال په وړاندې مبارزه د یوویشتمې پیړی یوه ستر ه کارنامه  وه، چې په پایله کې یې امریکايي اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه تیښتې ته مجبور شول  او له اسلامي امارت سره یې یو داسي تړون لاسلیک کړ، چې د هغه په پایله کې اشغال ختم  او په ګران هیواد کې یو  خپلواک، یو موټی، مرکزي او پیاوړی اسلامي حکومت را منځ ته شو.
د امریکایي اشغالګرو په وړاندې د اسلامي امارت دغه مبینه فتح واقعًا د الله تعالی د نصرت او  افغان مجاهد ولس د قربانیو په تیره بیا  د اسلامي امارت د مجاهدینو د نه ماتیدونکې مبارزې پایله وه .  دغه فتح  یوازي د افغان ولس فتح  نه وه،  بلکې د اسلامي  امت  فرد، فرد په دې فتح کې شریک دی.
اسلامي امارت له دې طلایي فرصت څخه په استفادې سره د هیواد مادي او معنوي ابادي ته هوډ کړی دی او ښکاره خبره ده، چې په دې آبادي کې د تعلیمي بنسټونو رغول هم شامل دي. په دې برخه کې په جدیت سره کار روان دی، راتلونکی تعلیمي کال د شروع کېدلو په درشل کې دی، د پوهنې وزارت په خپل ګران ملت په تیره بیا د تعلیمي ډګر په منسوبینو غږ کوي، چې د نوي تعلیمي کال پیل ته لازم چمتو والی او ترتیبات ونیسي. نور ددې وخت رارسیدلی دی، چې ټول افغانان  د وروڼو په شان یو  بل ته لاسونه سره  ورکړي، دخپل هیواد، ملت او خاورې لپاره کار وکړي، زحمت وګالي، زده کړه وکړي  او خپل  مسئولیتونه په پوره اخلاص او ښه ډول  سره اداء کړي. 
والسلام
شیخ القرآن والحدیث  الحاج مولوي نورالله «منیر»
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS