په غزني ولایت کې د ۷۵ ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پاي ته ورسید

media-moe
Sun, Feb 27 2022 3:44 PM
په غزني ولایت کې د ۷۵ ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پاي ته ورسید. 

د غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې د پوهنې ریاست  استازو، د ښوونکو د روزنې رئیس، استادانو، فارغینو او مېلمنو په ګډون سره د ( ۴۲) ورځنۍ ښوونیز سیمینار د پاي ته رسیدو مراسم ترسره شول. 
د ښوونکو د روزنې رئیس استاد محمد خان جلالزي او د پوهنې ریاست د انسجام آمر په خپلو خبرو کې له ناروي مؤسسې څخه د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو د جوړیدو له امله مننه او خوښې څرګنده کړه او تر څنګ یی دا ډول پروګرامونه د ښوونکو لپاره اغیزمن وبلل او له یادې مؤسسې څخه یې د نورو ورته پروګرامونو د جوړلو غوښتنه وکړه. 

یادې غونډې ته د ناروی مؤسسی د ښووني او روزنې مسؤل عبدالحميد واحدي ګډونوالو ته د یاد پروګرام په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندي کړل او زیاته یی کړه : چې د ښوونکو د وړتیا  لوړونې د پروګرام موخه د هیواد بچیانو ته په ښوونځیو کې د اغیزمن تدریس لپاره د ښوونکو د وړتیا  لوړول دي او یاد بنسټ  تل هڅه کوي چې د پوهنې په بیلابیلو برخو کې خپل لازمي کړنې ترسره  کړی او په راتلونکی کې به هم دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروګرام کې د مرکز او ولسوالیو (۷۵) تنه نارینه او ښځینه ښوونکو ګډون کړی وو، .
په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د ښوونکو د روزنې ریاست لخوا  په ریاضیاتو، دیني علومو او ساینس؛ برخو کې د تدریس اړوند هر اړخیزه مهم معلومات د شپږو اونیو په ترڅ کې وړاندي شول

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS