د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پیل شوه
د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ۴۰ نارینه او ۱۰ ښځينه ښوونکو روزنه پيل شوه.
دا لنډ مهاله روزنه، د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، د آی، آر، سي مؤسسې له خوا ورکول کېږي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.
په دغه روزنه کې ښوونکو ته د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لاښه والي په تړاو نوې زده کړې ورکول کېږي.
دا مهال په ياده ولسوالۍ کې، د ۴۲ ښوونځيو د ۱۷۳ ښوونکو روزنه هم روانه ده، چې د ساينسي او رياضي مضمونونو ښوونکي دي.
د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز وايي،چې د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې يې د درسي کیفیت د لا ښه والي په موخه د ښوونکو روزنه پيل کړېده.
هغه زياته کړه،چې د یادې روزنې له پیله تر اوسه، ۶۶۵ ښوونکي روزل شوي، ۳۲۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم وروزل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون شنبې هم د څرخ ولسوالۍ د ۵ ښوونځیو د ۴۵ نارینه او ۵ ښځينه ښوونکو روزنه پيل شوې ده.
