په لوګر کې ۶۵ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

media-moe
Sun, Jan 30 2022 10:08 AM
په لوګر کې ۶۵ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

 لوګر مرکز پل علم اړوند د ۲۷ ښوونځیو د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ۶۵ ښوونکو د وړتیاوو لوړولو روزنه پیل شوه. 


د یادې روزنې په پرانیست غونډه کې،چې د حضرت عمرفاروق(رض) د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر ښوونمل قاري محمد یعقوب اورمړ او ښوونکو برخه اخیستې وه. 


د ښوونکو دا روزنیزه لړۍ د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا پیل شوې ده، چې لس ورځې به دوام ومومي. 


د دغې روزنې مؤخه، د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې لوړول دي، چې د ساینسي او ریاضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په برخه کې به په عملي او نظري برخو کې مسلکي روزنه ترلاسه کړي. 


د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز  وایي،چې دغه لړۍ به ډېر ژر ټولو ولسوالیو ته وغځوي او په ترڅ کې به یې ۳۰۰ نور ښوونکي هم وروزي. 


هغه زیاته کړه،چې تر دې مخکې هم  ۶۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکي د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې په مسلکي ډول روزل شوي دي.


له بل لوري، د پیل شوي ورکشاپ برخه وال یاده روزنه ډېره اړینه بولي او وایي، چې دوی به له دې روزنې ډېر څه زده کړي او هم به د ساینسي او ریاضي مضمونونو د عملي زده کړو په برخه کې شته ستونزې يې هوارې شي. 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS