د کابل ښار د پوهنې ریاست اړونده بې وزله کارکونکو ته مرستې وویشل شوې
د هغه تړون په اساس چې د پوهنې وزارت او ګلبهار خیریه بنسټ ترمنځ لاسلیک شوی وو، ترڅو د کابل ښار پوهنې ریاست اړونده (۲۰۰) تنو بې وزله کارکوونکو ته چې د هر تن لپاره(۳۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې وې،وویشل شي.
د یادو مرستو د ویشلو لپاره یو خبري کنفرانس جوړ شوی وو، او ټولې رسنۍ ورته را دعوت شوې وې، په یاد کنفرانس کې شیرشاه (لودین) د ګلبهار بنسټ مسؤل او د کابل ښار د پوهنې رئیس ښاغلي احسان الله خطاب صاحب ګډون کړی وو او د رسنیو په وړاندې یې ویناوې وکړې.
ښاغلي لودین صاحب وویل چې دوی د هغه تړون په اساس چې د پوهنې وزارت سره یې لاسلیک کړی دی لومړی د کابل ښار د پوهنې ریاست (۲۰۰) تنو بې وزله کارکوونکو ته نغدي مرستې او بیا په ترتیب سره نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ دوامداره ساتي، همدارنګه یې له نورو خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د پوهنې په برخه کې له دې وزارت سره نغدي مرستې وکړي ترڅو په عملي ډول د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
ښاغلي خطاب صاحب د خپلې وینا پر مهال د ګلبهار خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت کارکوونکي په خاص ډول ښوونکي یو ډیر مظلوم او بې وزله قشر ده چې له کلونو څخه دوی په کم معاش باندې کارکوي او له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دا چې په تېر نظام کې د دوی معاشونه کم ټاکل شوی وو اسلامي امارت کوښښ کوي ترڅو د دوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره ګړندي فعالیتونه ترسره کړي، نو له همدې کبله له نورو خیریه بنسټونو څخه هم هیله کیږي ترڅو د ښوونکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې له مونږ سره همکاره و اوسي.
د یادو مرستو د لړۍ په اساس (۱۰۰) تنه بې وزله ښوونکو او کارکوونکو ته نن ورځ مرستې وویشل شوې او باقي (۱۰۰) تنه نورو ته به سبا له خیره وویشل شي.
