حاجي د پچیر دينی مدرسې سره مرسته وشوه
د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په هلو ځلو د دوو تنو ملي تجارانو لخوا د پچيراګام ولسوالۍ اړوند حاجي پچير ديني مدرسي سره د ژمنيو لباسونو مرسته وشوه!
ياده مرسته د پوهنې د رئيس او د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر په ملتيا پر يتېمو زده کوونکو وويشل شوه.
پوهنې رئيس له ملي تجارانو څخه مننه وکړه او په يادو مرستو يې خوښي څرګنده کړه. نوموړي پر نورو شتمنو هيوادوالو غږ وکړ چې د دوی مرستو بهير به د ښوونيز نظام ته لا ګړندی او اغيزناک کړي.
