د پوهنې وزارت د منابع او ادارې سرپرست معین معرفي شو

media-moe
Sun, Dec 12 2021 3:28 PM
1

محترم شیخ سعید احمد شهید خیل د پوهنې وزارت د منابع او ادارې سرپرست معین په توګه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نورالله منیر او د چارو د ادارې مرسیال محترم مولوي سیف الدین لخوا د یاد وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
په هغه غونډه کې چې له دې امله د پوهنې وزارت د کلوپ په تالار کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نورالله منیر، د چارو د ادارې مرستیال محترم مولوي سیف الدین ، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین محترم مولوي عبدالخالق صادق ، د پوهنې وزارت د دفتر مقام لوی رئیس محترم مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده ، د پوهنې وزارت رئیسانو، کارکوونکو او یو شمیر میلمنو ګډون کړی وو.
غونډه د محترم مولوي فضل الرحمن لخوا د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې محترم مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده ګډون والو ته د خپلې ارزښتناکه وینا په لړ کې د پوهنې وزارت تاریخچه بیان کړه وروسته محترم مولوي عبدالخالق صادق خبرې وکړې او د اسلام په رڼا کې یې د تعلیم او تربیې ارزښت او ګټې بیان کړې. ورپسې محترم مولوي سیف الدین خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د منابع او ادارې د سرپرست معین په توګه یي د ښاغلي شیخ سعید احمد شهید خیل د ټاکل کیدو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمومنین فرمان ولوست او محترم شیخ صاحب ته یې د دې دروند مسوولیت د ورسپارلو په اړه مبارکي وویله. وروسته ښاغلي شهید خیل خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې په خپل ټول توان او قدرت سره به د دې ځوریدلي ملت بچیانو ته د ښې ښوونې او روزنې چارې برابر وي. غونډه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي شیخ نورالله منیر لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS