ډاکټر فاروق اعظم د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر سره لیدنه وکړه
نن د هېواد نوموتي دسياسي چارو شنونكي او لیکوال ډاکټر فاروق اعظم د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر سره لیدنه تر سره کړه، چې په یاده لیدنه کې یې د افغانستان د علمي پرمختیاوو، تعليمي نصاب او همدارنګه د لیکوالانو د ژوند او د هغو د علمي اثارو په اړه تفصیلي بحث وکړ، ډاکټر فاروق اعظم د پوهنې وزیر له علمي پرمختګونو څخه یادونه وکړه او په وروستيو کې یې خپل بعضي چاپ شوی علمي اثار نوموړي وزارت ته وسپارل، تر څو په راتلوونکی کې د هېواد ځوان نسل ورڅخه مفیده استفاده وکړي.
