د بغلان په پارک شمرق عالي لېسه کې د شاګردانو لپاره د ساینس زده کړو پروګرام کلپ پرانیستل شو

media-moe
Thu, Nov 25 2021 11:36 AM
د بغلان په پارک شمرق عالي لېسه کې د شاګردانو لپاره د ساینسی زده کړو پروګرام کلپ پرانیستل شو

د بغلان پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزیزي لخوا په پارک شمرق عالی لیسه کې د ساینس تجربو پروګرام کلپ د یادی لیسی د ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې پرانستل شو. 
د یادونې وړه ده چې یاد ساینس کلپونه له درې کالو راهيسې، د آقاخان دفتر په مالي او تخنیکي مرستو د بغلان د پوهنې ریاست د ساینس او تکنالوژي آمریت تر څارنې لاندې په څلور ولسوالیو (خنجان، دوشي، پلخمري ښار او مرکزي بغلان) کې فعالیت لري. 
د ساینس کلپ ځانګړو زده کونکو د پارک شمرق په لیسه کې په خپل لاس جوړ شوي ساینسي او تجربوي توکي، د پوهني رئیس، ورسره مل پلاوی د آقاخان دفتر استازو، ښوونکو او زده کوونکو تر مخ نمایش ته وړاندي کړل، چي د پوهنې د رهبري له تشویق او تحسین سره مخ شول. 
د پوهنې رئیس د اقاخان دفتر د تعلیم او تربیې څانګې مسوول څخه مننه وکړه او همدارنګه تعلیمی پروګرامونه یی د شاګردانو د ذهن د روڼتیا په خاطر ګټورې و ګڼلې او په پاي کې يې د اقاخان دفتر له استازی څخه غو ښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست سره په تعلیمي بخه  کې تل همکار پاتې شي.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS