د صدا او CIC موسسو له مسوولینو سره ليدنه

media-moe
Mon, Oct 11 2021 10:28 AM
د صدا او CIC موسسو له مسوولینو سره ليدنه

د پوهنې وزارت د مقام رییس محترم عبدالحکیم همت د صدا او CIC، موسسو له چارواکو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او خبرې اترې يې وکړې.

دې ليدنه کې د پوهنې وزارت د مقام رئیس محترم عبدالحکیم همت، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د عامه پوهاوي رئیس محترم ډاکټر نظر محمد عرفان، د پوهنې وزارت د بین المللي روابطو رئیس محترم وحید الله هاشمي هم حضور درلود، د پوهنې په برخه کې د يادو ادارو له مرستو مننه او قدرداني وکړه، د هيواد په پرمختګ کې يې د پوهنې نقش خورا مهم او اغيزناک وګڼه او زياته يې کړه: پوهنې وزارت يو ښوونیز بنسټ دى، او ماشومانو ته متوازن ښوونیز خدماتو وړاندې کول د پوهنې وزارت له برنامو څخه دي.

د صدا او CIC ادارو استازو د پوهنې وزارت د مقام رئیس سره ژمنه وکړه چې دوى به د پوهنيز نظام په پياوړتيا کې، د ماشومانو د خونديتوب، تعلیم او د ښځو روزنه او د والدینو د ظرفیت لوړ والي لپاره، د هيواد په بیلابیلو سيمو کې زده کوونکو لپاره د زده کړييزو آسانتياو برابرول او په ځینو نورو اداري او تعليمي برخو وغږيدل او خپل نظريات له پوهنې وزارت سره شريکې کړې.

په پاى کې د پوهنې وزارت د مقام رئیس محترم عبدالحکیم همت ، د هيواد له پوهنيز نظام سره د يادو ادارو له مرستو او همکاريو د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د هغوى مرستې د غوره، معياري او په انډول برابر چوپړتياو وړاندې کولو برخه کې پوهنې وزارت ته پياوړتيا بخښي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS