د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یونیسف داجرایوي معاون او پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه

media-moe
Wed, Oct 06 2021 8:12 AM
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یونسیف داجرایوي معاون او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث و التفسیر نورالله منیر د یونسیف ادارې د اجرایوي معاون سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې د یونیسف ادارې اجرایوي معاون ښاغلۍ عمر ابدی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: موږ د ماشومانو لپاره په دریو برخو کې روغتیا، د ماشومان پرمختګ او د ماشومانو د خوندیتوب په اړه کار کوو

موږ ستاسو د جهاد په دوران کې هم ستاسو تر کنترول لاندې سیمو کې کار کړی دی اوس نو ستاسو مسوولیت له هغه وخت څخه څو برابره زیات شوی دی، موږ غواړو ستاسوسره یوه ښه همکاري ولرو.

ښاغلي عمر ابدی وویل: زموږ د اټکل له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱/۳ سلنه ماشومان مکتب ته د تګ لاسرسۍ نه لري او هغه کم شمیر ماشومان هم چې ښوونځي ته د تګ لاسرسۍ لري د زده کړې سم شرایط نه دي ورته برابرشوي.

نوموړي وویل موږ غواړو چې ستاسو له هغه طرحې چې د هغه پربنسټ به تاسو نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورکوی پوه شو.

وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر خبرې وکړې او ویې ویل: دا یوحقیقت دی چې هر ملک د خپلې عقیدې او کلتور سره سم د ژوند کولو حق لري او موږ هم دخپلو هیوادوالو د ښه او هوسا ژوند لپاره خپلې هڅې جاري ساتو، ښاغلي منیر زیاته کړه چې پرته له شکه چې موږ ستونزې لرو خو دغه ستونزې موږ ته د پخواني حکومت څخه راته په میراث پاتې دي، د معارف کوم روان بهیر چې اوس له ځنډ او خنډ سره مخ دی داسې نه وو چې دا هرڅه اوس واقع شوي دي بلکه دا بهیر په مخکیني حکومت کې هم همداسې ټکنی وو په ټول هیواد کې تعلیمي خدماتو شتون نه درلود، خو اوس په ټول هیواد کې دا بهیر پرمخ روان دی.

ښاغلي منیر وویل: پرته له شکه چې په کابل کې به د ښوونې او روزنې بهیر یوه څه نسبتاً ښه وو ځکه د دنیا ټول قوت پر کابل تمرکز درلود، هغه وویل موږ متعهد یو چې د یو متوازن معارف خدمات به د هیواد ګوټ ګوټ ته رسوو او په دې لاره کې چې هرڅوک زموږ سره مرسته کوي موږ هغه ته ښه راغلاست وایو.

ښاغلي منیر د ښځو د تعلیم په اړه وویل: موږ پرهغه طرحه کوو کوم چې نجونو ته یو سالم او خوندي چاپیریال چې د اسلام مبارک دین ورته اجازه ورکوي جوړ کړو او ان شاالله ډیر ژر به دا طرحه ورستۍ او د نجونو ښوونځي به بیرته پیل شي.

محترم نورالله منیر زیاته کړه: موږ هیڅ کله هم د نجونو د تعلیم سره مخالف نه یو.

وروسته د یونیسف د تعلیمي برخې مسوولې خبرې وکړې او وویل: زه او زما همکاران د خپل کاري چاپیریال په چوکات کې ژمن یو له تاسو سره د افغانستان ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې کار وکړو.

هغې وویل: د افغانستان ستره زیرمه د دې هیواد ماشومان دي او موږ غواړو په دغه زیرمه کار وکړو.

هغې زیاته کړه: موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې ستاسو ګاونډي او مرستندویه هیوادونه ستاسو سره دي.

محترم نورالله منیر دهغه سوال په ځواب کې چې نجونې به په څه ډول ښوونځیو ته ځي وویل: نجونې به په اسلامي حجاب کې ښوونځیو ته ځي او ټولګي به یې جلا وي اویا به په جلا ټایم کې ښوونځیو ته ځي

د زیات عمر لرونکو نجونو لپاره به نارینه ښوونکی او همدارنګه به د زیات عمر لرونکو هلکانو لپاره ښځینه ښوونکې درس نه ورکوي.

Latest news

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

BACK TO NEWS