‎د اسلامي زده کړو معین د پکتیا ولایت له سراج الاسلام مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sun, Oct 03 2021 8:49 AM

‎تعلیمی ادارو او دینی مدرسو ته د پوهنې وزارت د چارواکو وروستي لیدنو په جریان کې، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین محترم مولوي سید اغا د پکتیا ولایت په مرکز "ګردیز" کې د سراج الاسلام مدرسې څخه لیدنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل

‎په پیل کې د سراج‌الاسلام مدرسې مسوولینو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلمیاتو معین د راتګ هرکلی وکړ او اسلامي تعلیماتو ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې قدرداني وکړه

‎د سراج‌الاسلام مدرسې مسوولینو پداسې حال کې چې یادې مدرسې او تعلیمي چارو په اړه معلومات ورکړل خپلې ستونزې هم د اسلامي تعلیماتو معین سره شریکې کړې چې د دې ستونزو د حل لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه وشوه

‎په دې غونډه کې، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د دې مدرسې له چارواکو او ښوونکو څخه مننه وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د هیواد ماشومان په اسلامي روحیه وروزي

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS