دولتي ادارو کې د ميرمنو د ګډون په تړاو غونډه جوړه شوه
په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت د جندر برخې له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون په همکارۍ د ياد وزارت ۳۰ تنو ښځينه کارکوونکو ته، په دولتي ادارو کې د ميرمنو د ګډون په تړاو معلومات ورکړل شول.
په دې پوهاويزې ناستې کې د ياد کميسيون د استازي له لوري، د فعاليتونو، وړتيا لوړونې په څرنګوالي، او لوړو دولتي بستونو کې د وړ او په کار پوه ميرمنو د ګمارنې او ټاکنې په تړاو خبرې اترې و شوې.
په پاى کې يوه ګډونوال د ټولو په استازولي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون دا چاره وستايله او مننه يې ترې وکړه.
همداراز د نوموړي کميسيون له استازي يې وغوښتل څو په دې طرحې د لا پوهيدو لپاره، ياده طرحه په چاپي بڼه دوى ته وسپاري، څو د طرحې د محتوا په اړه بشپړ معلومات ولري، همداراز د دې طرحې په پلي کولو کې وزارت سره مرسته وکړي.
